تازه خبرونه
هلمند له دوه يمې درجې څخه لومړۍ درجې ولايت ته لوړ شو
لومړۍ درجې ته د هلمند ولايت د لوړيدو دا دولتي گام د جمعې په شپه د هلمند د سلگونو اوسيدونكيو او چارواكو لخوا د يو جشن په بڼه په كرزي لوبغالي كې ونمانځل شو.
د نمانځنې پرمهال د هلمند اوسيدونكيو پخپلو ويناوو كې د دولت دغه گام وستايه او هركلى يې وكړ.
د هلمند والي محمد نعيم وايي:
دا، چې هلمند په هره برخه كې د پام وړپرمختگونه كړي او له بلې خوا د دې ولايت د خلكو يوازنۍ غوښتنه هم دا وه، چې ولسمشر ورته پاملرنه وكړه او د يوه فرمان له مخې يې هلمند د لومړۍ درجه ولايتونوپه كتاركې راوست.
نوموړى زياتوي:
په دې برخه كې د وزيرانو شورا هم موافقه كړې او يوازې د ولسي جرگې تصويب ته اړتيا لري، چې په نږدې راتلونكي كې به ياده لړۍ پرمخ ولاړه شي.
د نوموړي په وينا، دا مهال د دې ولايت نادعلي اوناوه ولسوالۍ لومړى درجه، گرمسير او گرشك دوه يمه درجه گڼل كيږي، مارجه او نوميش ولسوالۍ لا د رسمي كيدو په تمه دي.
هلمند، چې د هېواد په لويديځ كې پراخه كرنيز ولايت دى د چارواكو په وينا، پراخوالى يې د هېواد لس سلنه برخه جوړوي.