تازه خبرونه

هلمند له هیڅ راز امنیتي ګواښ سره مخ نه دی- دولت وزیری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هلمند هغه ولایت دی، چې د هېواد  لس سلنه خاوره جوړوي او پېنځلس ولسوالۍ لري، چې  ویل کیږي دوه ولسوالۍ یې په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دي.

نادعلي، ناوه، ګرمسیر، ګرشک، مارجه، نوزاد، خانشین، ولسوالۍ او لښکرګاه هغه سیمې دي، چې طالبان یې په ځینو سیمو کې حضور لري او په پېنځه نورو ولسوالیو کې هم وخت ناوخته غلچکي بریدونه کوي.

په هلمند کې افغان ځوکونه ډېرستړي او محاصره دي. همدا اوس په درې ولسوالیو کې د وسلوالو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، په دې ورځو کې هلمند له ښه امنیته برخمن دی؛ افغان ځواکونه په ټولو ناامنه ولایتونو کې جنګ کوي.همداوس په سنګین پلان شوي عملیات روان دي، دا نورې خبرې د دښمن توطیه ده.               

ناتائید شوي رپوتونه وایي، چې افغان ځواکونه په هلمند کې د تجهیزاتو له کمي سره مخ دي. له همدې امله په ځینو سیمو کې طالبان پرمختګ کې دي.

د هلمند امنیه قومندان آقا نور کینتوز دا څرګندونې نه تاییدوي او وایي، د افغان ځواکونو وصعیت په دې ولایت کې ښه دی. مونږ بشپړ تجهیزات لرو؛ خو ځواکونه مو په جنګ کې ښکېل دي او له پوځي زدکړو لیرې پاتې دي.

د ولایتي شورا رییس بیا شکایت کوي، چې په وینا یې ځینو ولسوالیو کې امنیتي حالت خراب دی.

د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وایي،  همدا اوس د هلمند ډېرې ولسوالۍ د مرکز لښکر ګاه په ګډون له امنیتي ګوږاښونو سره مخ دي.             

که څه هم افغان ځواکونه  د هلمند په زیاترو ولسوالیو کې خونړۍ جګړې نه ردوي؛ خو ټینګار کوي، چې هره ورځ لسګونه وسلوال وژل کیږي او یا هم ټپیان کیږي.

افغان ځواکونه، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، وایي؛ لوړه روحیه لري او د جګړې دوام ته تیار دي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version