سیمه ییز خبرونه
هلمند ولايت ته د سولې نوم ډالۍ شو
د مدني ټولنې اتلس كسيز پلاوي، چې د هلمند ولايت د حالاتو د ارزونې په موخه دې ولايت ته درې ورځني سفر كړى و؛ دې ولايت ته يې د سولې ولايت نوم وركړ.
د دغه پلاوي غړي وايي، چې:
په دې ولايت كې د ښې حكومتولۍ چارې ليرې پرتو سيمو ته هم غزيدلې دي.
هغه گډه خبري غونډه، چې د دوشنبې په ورځ(د سلواغې۱۶) په همدې موخه جوړه شوې وه ؛په كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل:
هغه ولسوالۍ، چې دا مهال د دولت تر ولكې لاندې دي ټولې دولتي ادارې يې فعاله، امنيت يې پراخه او د بيا رغونې چارې يې گړندۍ روانې دي.
د نوموړي په وينا:
ياد پلاوي د دې ولايت له ادارو څخه ليدنه وكړه او د خپلې ارزونې په پايله كې يې دې ولايت ته د سولې نوم وركړ. دوى ځينې ستونزې هم په گوته كړي، چې په مركز كې به ورته د حل لارې چارې ولټوي.
په دې خبري ناسته كې د افغانستان د مدني ټولنې د جرگه گۍ رييس صديق منصورانصاري وويل، چې:
د درې ورځو په اوږدو كې موږ د دې ولايت بېلابېل اړخونه څېړلي؛ امنيتي ساحه پراخه شوې او د دولت ترواك لاندې سيمو كې ښه والى راغلى، خو په ځينو برخو لكه د ځمكوغصب، اداري فساد، د ښوونې او روزنې ټكنى بهيراو د بنسټيزو فابريكو نه فعاليت هغه ستونزې دي، چې بايد ورته د حل لارې ولټول شي.
د نوموړي په وينا كه په دې ولايت كې متوازنې پراختيا ته ډېره پاملرنه وشي، ډېرو ستونزو ته به د پاى ټكي كيښودل شي.
