تازه خبرونه

هلمند کې د خوراکی توکو مرسته وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند ولایت کی له لسګونه جګړې ځپلو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه.

 دا مرستې د ملګروملتونو د ماين پاکۍ پروګرام له خوا چمتو شوې چې د چهارشنبې په ورځ په هغه ملکي کورنيوووېشل شوې چې د روانې جګړې په لړکې يې يا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي اويا يې هم کورونه له منځه تللي دي، يادې شوې کورنۍ وايي دا ډول مرستې بايد نېغ په نېغه دوی ته ورکړل شي.

يادې شوې مرستې چې ۳۰ قلمه خوراکي او نورتوکي په کې شامل دي د چهارشنبې په ورځ په لښکرګاه کې ۶۹ کورنيوته ورکړل شوې.

د هلمند د سکتوري چاروریيس جان ګل وايی: “د دې کورنيوسروې د هلمند په بېلابېلوسيموکې د ملګروملتونود ماين پاکۍ پروګرام له خوا شوې چې دا ځل يې هم ګڼو کورنيو ته چې د يوه کور ټول وسايل په کې شامل دي چمتوکړي دي. هغه له نورواداروهم وغوښتل چې له اړو کورنيوسره ورته مرستې وکړي.”

پرهمدې وخت په سهيل لويديځ زون کې د ملګروملتونود ماين پاکۍ اړوند د انساني مرستو مسؤل محمد طاهر فضلی وايي: “زموږ مرستې په دريو برخو وېشل شوې چې يو لړ يې نېغ په نېغه له هغه ملکي کورنيوسره د لومړنيو توکو مرستې دي چې د کورنيو غړي يې د جګړې په ترڅ کې له لاسه ورکړي اويا هم ټپيان شوي او د دې تر څنګ همدې ډول کسانوته د بېلابېلو حرفوي زده کړو زمينه برابروي.”

هغه وايي چې وړاندې يې هم په دې ولايت کې دوه ځله سلګونو کسانوته ورته مرستې ورکړې اود هلمند له اوسېدونکوغواړي چې ددې ډول کورنيوپه اړه له دوی سره معلومات شريک ترڅو دا ډول مرستې ورته ورسوي، پرهمدې وخت د دې کورنيوځينې غړي وايي چې دا مرستې بايد نېغ په نېغه دوی ته ورکړل شي که چېرې وکيلان په جريان کې واچول شي دوی ترې پاته کېږي.

د دوی په وينا وړاندې يې په وار وار له خیريه ادارو د مرستوغوښتنه کړې ده خودا لومړی ځل دی چې دوی ته مرستې ورکول کېږي.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version