تازه خبرونه

هلمند کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يو داسې ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې اوس يې ماشومان په خېمو کې ژوند کوي.

ياد شوی ښوونځی د بست کلا په سيمه کې جوړېږي،که څه هم چارواکي وايي چې د پوهنې په برخه کې به نورې پروژې هم پلې کړي خو د دې سيمې اوسېدونکي وايي چې د ودانيو پر ځای بايد مسلکي ښوونکي د دوی ښوونځيو ته ولېږي.

د دې ښوونځي د بنسټ ډبره د دوشنبې په ورځ د هلمند والي او نورو ځايي مسؤلينو له خوا کېښودل شوه.

د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر وويل: “دا ودانۍ په يوه كال كې د څلورنيم مليونه افغانيوپه لګښت جوړېږي، ودانۍ به درسي خونې او نورې آسانتياوې ولري چې پر يوه وخت به په کې۷۵۰ زده کوونکي زده کړې کوي.”

د هلمند والي حیات الله حیات هم وايي: “د سيمې له مخورو او مشرانو هيله کوم چې خپل اولادونه زده کړو ته ولېږي، دا ويجاړ له زده کړو پرته نه شو جوړوی، که موږ خپل ماشومان زده کړو ته ولېږو، په راتلونکي کې به همدا ماشومان زموږ مشران او خادمان وي.”

دوی که څه هم وايي چې د دې ولايت د پوهنې د بهير په برخه کې به بېلابېلو اړخونو ته پوره پاملرنه کوي خو د بست د سيمې ځينې اوسېدونکي بیا د ښوونځيو ټيټ کيفيت ته په اندېښنه کې دي.

د سيمې اوسېدونکی احمدجان وايي: “د ودانيو پر ځای دې زموږ ښوونځيو ته مسلکي ښوونکي راولېږي، دلته زموږ ښوونځي مسلکي ښوونکي نه لري، له همدې کبله مو ډېری فارغين بې سواده فارغېږي.”

دوى زياتوي چې کلونه کلونه يې ماشومان ښوونځي ته لېږلي خو تر اوسه پورې خپل نوم نه شي ليکلی په داسې حال کې چې په هره برخه کې دوی د دولت ملاتړ کړی او په خپله يې د سيمې امنيت ساتلی دی، خو په دې ولايت کې د پوهنې مسؤلين د کتابونو او مسلکي ښوونکو د کموالي ستونزې نه ردوي دوی وايي چې د چمتو کولو له پاره يې هڅې کوي.

خبريال: نعمت‌الله زهير

Trending

Exit mobile version