تازه خبرونه
هلمند کې د طالبانو یو قوماندان سره له ۳ ملګرو وژل شوې
(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۳۹۸)
محمد زمان همدرد، د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند، وایي چی، د جمعې پر ورځ، د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کي، د خالد په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان، له ۳ ملګرو سره، د افغان ځواکونو د یو عملیات په پایله کې وژل شوې او دوه تنه نور ټپیان دي.
دې وایي چې په یاد عملیات کې د طالبانو دوه مهم پټن ځایونه هم ویجاړ شوې او یو شمیر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.