سیمه ییز خبرونه

هندوستان : پاكستان يو ستونزې جوړونكى هېواد دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هند د بهرنيو چارو وزير وايې، هېواد به يې د افغانستان د حالت په باب بې تفاوته نه وي. دغه هندي جګپوړى ديپلومات په افغانستان كې د جګړې دوام د خپل هېواد پر زيان بولي او په افغانستان كې د جګړې د پاى ته رسېدو غوښتونكى دى.

نوى ډيلى په څو وروستيو كلونو كې له افغانستان سره نږدې اړيكې پالي او په افغانستان كې د هند له خوا پانګونې ته چمتوالى هغه مسئله ده، چې د پاكستان له غبرګون سره مخ شوې ده.

پاكستان آن له بريتانيا غوښتي، چې په افغانستان كې د هند رول محدود كړي.

په همدې حال كې د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد وايې:

ډيلى به د افغانستان په باب بې تفاوته نه وي. هند د افغانستان د حالت په باب نندارچي نه دى، نه لاس تر زنې ناست دى او بايد داسې نه وي.

هند په وروستيو لسو كلونو كې په افغانستان كې په بنسټيزو پروژو شاوخوا دوه ميليارد ډالر لګولي، خو دا هېواد تل د افغانستان د حالت په باب په ځانګړې توګه، چې نړيوال ځواكونه له دې هېواده  وتلو ته تيارى نيسي، اندېښمن دى.

نوموړی زیاتوي، څه چې په افغانستان كې تر سره كېږي داسې دي لكه، چې پر مونږ تېرېږي ځكه افغانستان زمونږ په ګاونډيتوب كى دى او مونږ د يوې كورنۍ غړي يو. دې ته په پام د افغانستان حالت مونږ ته ارزښت لري.

هند او پاكستان په سيمه كې دوه قدرتونه شمېرل كېږي او له افغانستان سره د هند نږديتوب تل د پاكستان نا خوښي او اندېښنې را پارولي دي.

له دې سره په يوه وخت د هند د بهرنيو چارو وزير زیاتوي، ډيلى تل د افغانستان په وړاندې مثبت ليد لورى لري.

هغه همدارنګه وویل، هند غواړي په افغانستان كې د ستونزو د حل رول ولري نه ستونزې جوړونكى، ځينې دي، چې مونږ ته د ستونزې جوړونكي هېواد په توګه ګوري او مونږ به هغوي ته دا فرصت ورنكړو.

ولسمشر حامد كرزي تل پاكستان د افغانستان د روانې ناامني او بغاوت اصلي اړخ بللى.

په همدې حال كې د هند د بهرنيو چارو وزير هم وايې، د افغانستان د كړكېچ حل لار له پاكستان سره ده.

سلمان خورشېد همدارنګه زیاتوي، په خواشينى سره بايد ووايم، چې پاكستان يو ستونزې جوړونكى هېواد دى. بايد دا منفي ليد لورى له ځان څخه لرې كړي، د افغانستان د جګړې حل لار له هغو سره ده مونږ هيله من يو، چې د جګړې پر ځاى سوله غوره كړي مونږ هم په دې باب له هغوي سره په خبرو بوخت يو.

دا په داسې حال كې ده، چې افغانستان د ستراتيژيكو همكاريو لومړنى تړون له هند سره لاسليك كړى دى.

د دې تړون له مخې هند ژمنه كړې، چې د ۲۰۱۴ كال په پاى كې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو تر وتو وروسته به له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو كې خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

Trending

Exit mobile version