تازه خبرونه

هندوستان په یوه ورځ کې د کرونا ۶۰۰۰۰ نوې پېښې ثبت کړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۴, ۱۳۹۹)

هند په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس ۶۰۰۰۰ نوې پېښې ثبت کړي، چې له دې سره یې د اخته کسانو شمېر له ۳۱۶۷۳۲۳ څخه هم پورته شو.

دغه راز په تېره یوه شپه او ورخ کې ۱۰۹۲ ناروغان مړه شوي، چې له دې سره یې د مړه شویو کسانو شمېر ۶۰۹۷۵ ته رسیدلی دی.

هند د آسیا یو زیانمن هېواد دی، چې له امریکا او برازیل وروسته د نړۍ درېیم ځپل شوې هېواد شمېرل شوی دی.

روغتیا څانګوالو د هندي حکومت د ګړنديو آزموینو د پریکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د ویروس ضد انتيجن یا پروتین ګوري.

په جولای میاشت کې، هندوستان ارزانه، ګړندي؛ خو له لږ پامل سره ازموینې پیل کړې، چې اوس ورته امریکا ملاتړلې ده.

ګړندیو آزموینو له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا په هند کې د کرونا ویروس د تشخیص کچه پېنځه چنده زیاته کړې؛ خو د حکومت احصائیې وړاندیز کړی، چې د هېواد ځینې برخې ممکن له ګړندیو کتنو سره تړلي وي، چې ښایي خینې مثبتې پېښې له کتنو پاتې شي.

که څه هم دا طریقه ارزانه ده او په څو دقیقو کې پایله ټاکي؛ خو دا یو ساده پروسه ده، چې لابراتوار، تجهیزاتو یا متخصص ته اړتیا نلري.

په هرحال، د هند روغتیا وزارت له خپلو اتباعو غوښتي، چې د منفي کرونا آزموینه ولري، مګر د زړه ناروغۍ نښې لري، چې دا ازموینه په ډېر غور تر لاسه کړي.

الجزیرې د کارپوهانو په حواله ویلي، چې د آزموینې دا میتود کولی شي د کورونا کنټرول هڅې وځنډوي.

Trending

Exit mobile version