بی بی سی پښتو
هندو ښځو ته ولې د مړو سوځولو مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي؟
د هندۍ ممثلې او د تلویزیوني خپرونو کوربنې مندیرا بیډي عکسونه چې د خپل مېړه د مړي سوځولو د مراسمو پرمهال یې اخیستي او خپاره کړي وو، په وروستیو کې د خبرونو د سر ټکي شول.
تر ډېره هندو سړي مړي سوځوي او ښځې د مړو سوځولو له مراسمو لیرې ساتي، خو دا باور له کومه راغلی او د هندوانو په مذهبي کتابونو کې یې په اړه څه ویل شوي او که نه؟
فلمي پروډیوسر راج کوشال د جون پر ۳۰مه ناڅاپه د زړه د حملې له کبله د هند ممبۍ ښار کې د ۴۹ کلونو په عمر مړ شو.
د هغه مېرمنې مندیرا بیډي ته د غمشریکۍ ډېر پیغامونه واستول شول.
- د هند ګنګا سیند کې د لسګونو کسانو مړي موندل شوي
- کورونا وېروس؛ برازیل کې مړي له ۴ لکو واوښتل؛ هند کې د مثبتو پېښو نوی ریکارډ
- په هند کې یوه ښځه ژوندۍ سوځول شوې
- هندي لږکي چې مړي خوري او جنسي اړیکه ورسره نیسي
په هندي ورځپاڼو کې کالم لیکونکې او لیکواله شوبها دي وايي، “د مندیرا عکس، چې د خپل مېړه د مړي سوځولو مراسمو کې مشري کوي، د پخواني دود پر وړاندې یو ډول سرغړونه ده، چې له څو پېړیو راهیسې زموږ په ټولنه کې دود دی او دا کار د پلارواکۍ د نظام پر وړاندې یو قوي عاطفي پیغام هم دی”.
لیکواله لیکي: “کله چې هغې دا اونۍ د خپل مېړه د سوځولو لپاره اور بل کړ، د سړو او ښځو په زړونو کې یو ډول ګرمي پیدا شوه. هغې په دې اور سره، چې لوګی یې تر اسمانه وخوت، د ټولنې محدودیتونه مات کړل”.
بیډي هغه لومړنۍ ښځه نه ده چې د خپلې کورنۍ د یوه غړي د مړي سوځولو لپاره یې اور بل کړ، کله چې پخوانی لومړی وزیر اتل بیهاري واجپای د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې مړ شو، لور یې نمیتا کاول بهاتاشریا د خپل پلار د مړي سوځولو لپاره اور بل کړ او په ۲۰۱۴ کال، د بهارتیا جنتا ګوند د یوه مشر جوبینات موندي لور پنکاجا موندي په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د خپل پلار مړی وسوځاوه.
د تازه وبا پرمهال هم ګڼې داسې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې مېرمنو د خپلو مېړونو او یا پلرونو مړي سوځولي.
خو د بیډي د پلار سوځېدو پېښې ځینې محافظه کاره هندوان او ښي اړخي فعالان غوسه کړي او پر خواله رسنیو یې خپله غوسه سړه کړې ده، دوی وايي چې د هغه مړی باید د هغه ۱۰ کلن زوی سوځولی وای. ځینې وايي د مړي سوځولو مراسمو ته د ښځو ورتګ د دود مخالف کار دی.
خو هندو مذهبي مشرانو بي بي سي ته ویلي، د دوی په مذهبي کتابونو کې هېڅ داسې څه نه شته چې ګنې ښځې د مړو سوځولو مراسمو ته نه شي ورتللی.
خو د سنسکریتي ژبې پخوانی استاد بهاجوان دټ پتاک یې داسې تفسیروي چې ښايي مذهبي لاملونه ولري، داسې چې ښځې غالباً په کور کې پاتې کېږي او کورني کارونه کوي، خو سړي بیا په ازاده فضا کې بهر ته وځي او بهرني شاقه او سخت کارونه کوي.
پرویسر کوشالندرا پنډي، چې په بنراس پوهنتون کې د سنسکریتي ژبې ادب تدریسوي، وايي، په پخوانيو متنونو کې ددې یادونه شوې که د مړي زوی یا لور نه وي، نور ښځې یې د سوځولو مراسمو ته ورتللی شي.
دی وايي: “پخوانۍ هندو ټولنه لا ډېره ازاده وه او ښځو ډېرې ازادۍ لرلې. خو لومړی محافظه کاران د نورو دینونو پر وړاندې د غبرګون په توګه راپورته شول، اول برید یې پر بودیزم وکړ بیا پر اسلام او مسیحیت”.
هندو مذهبي مشر منوج کومار پنډي چې د مړو خښولو کې تخصص لري، وايي دود شوی باور دا دی چې مړی باید د هغه مشر زوی وسوځوي. په مذهبي کتابونو کې د ښځې د رول په اړه څه نه دي راغلي او نه یې هم په دا ډول مراسمو کې له ګډون منع کړې ده.
پنډي وايي، بیډي “په حقه وه، چې د خپل مېړه د مړي سوځولو مراسمو مشري یې وکړه. له عکس ښکاري چې له خپل مېړه سره یې ډېره ژوره اړیکه لرله. هڅه یې کوله چې خپل کوچنی زوی ښه وساتي. دا یوه مخکښه ښځه ده او باوري یم هغې چې څه وکړل سم کار یې وکړ”.
دی وايي، د مړو سوځولو مراسمو ته د ښځو د نه تللو د لامل تر شا دا انګیرنه ده چې ښايي دوی به د مړي سوځولو سره رواني ټکان وخوري، ځکه چې “دوی له عاطفي اړخه تر سړیو ډېرې کمزورې او نرمزړې دي”، خو له دې نظر سره ګڼې ښځې موافقې نه دي.
د ازادې مطالعې او ازادۍ فعاله شیلاجا واجپای وايي، “په حقیقت کې اوس د مړي سوځولو مراسمو ته نه ورتګ ښايي هغه ناسم پوهاوی وي ځکه چې خلک دې مراسمو ته مړي ته د احترام او مرستې پخاطر ورځي”.
دا وايي، دا خپله هم د خپل پلار د مړي سوځولو په ګډون ګڼو مراسمو ته ورغلې ده.
“زه ځکه ورغلم چې غوښتل مې وروستۍ خدای پاماني ورته ووایم او وروستی ځل یې ووینم. خو زما ښځینه خپلوانو بیا نه ورتګ غوره وباله. دا باور چې د مړو سوځولو مراسمو ته د ښځو نه ورتګ له تېرو زمانو په میراث پاتې دی او زموږ کورنۍ کې هم ګڼې ښځې همدا باور کوي، زه احترام ورته لرم”.
دا وايي: “دا شخصي غوراوی دی، چې باید درناوی یې وشي. هرڅه چې کوو باید اجازه راکړل شي”.