نړۍ
هندي خوږ غږى جگجيټ سنگهـ له ورپيښې ناروغۍ مړشو
د غزل د ټنگ ټكور وتلىسندر غاړى جگجيټ سنگهـ په مغزو كې د وينې توييدنې د ناروغۍ پر لامل د دوشنبې په ورځ(د تلې په ۱۸) د هندوستان په ممبيي كې د اويا كلنۍ په عمر د ليلاواتي په روغتون كې سا وركړه.
جگجيټ سنگهـ پردې سربېره، چې د هندوستان د غزليزې موسيقۍ د پاچا په نامه مشهورو، د موسيقۍ يو تكړه لارښود، كمپوزكوونكى او پېژندل شوى استاد هم و.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال زمريالى اباسين څرگندوي، چې:
د هند د غزليزټنگ ټكورپاچا جگجيټ سنگهـ د خپل عمر يوه لويه برخه د ټنگ ټكور په خدمت كې تېره كړې ده. جگجيټ د ۱۹۴۱ ع كال د فبرورۍ په اتمه نېټه په هندوستان كې نړۍ ته راغى. له خپلې ميرمنې چيټرا سنگهـ سره ، چې هغه يوه تكړه غزل ويونكې سندرغاړې ده؛ په ۱۹۷۰ع كال كې گډ ټنگ ټكور پيل كړاو په ډېره لږه موده كې يې د هندوستان د غزليز ټنگ ټكور په برخه كې ځانگړى ځاى وموند او د هندوستان د فلمونو غزلو ته يې يو نوى باب پرانيست.
نوموړي پرهندي غزلو سربېره په پنجابي، اردو، بنگالي، سندي او نيپالي ژبو هم غزلونه ويلي دي.
جگجيټ سنگهـ په ۲۰۰۳ع كال كې د هندوستان د درېيم غوره سندرغاړي يا “پادمه بهوشم“ جايزه هم گټلې ده.
جگجيټ سنگهـ د خپل عمر څه نا څه پنځوس كاله د ټنگ ټكور په برخه كې تېر كړل او كابو اتيا غزليز البمونه يې له ځانه پريښي دي.
د يادونې وړده، چې د نوموړي ټنگ ټكور په افغانستان كې ډېر مينه وال لري او د ۲۰۰۶ ع كال په اگسټ كې يې په كابل كې د آريانا راډيو- ټلويزيون له لارې يو په زړه لورې كنسرت هم ترسره كړى دى.