سیمه ییز خبرونه

هندي ځواکونو په کشمیر کې دوه ملکي وګړي وژلي ـ د پاکستان پوځ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۴۰۲)

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د شنبې پر ورځ ادعا کړې، چې هندي ځواکونو د کشمیر په ناندریزه همالیه سیمه کې دوه ملکي وګړي وژلي؛ دا د ۲۰۲۱ کال له اوربند راپدیخوا د جنوبي آسیا د دوه اتومي وسلو لرونکيو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د وژنې لومړۍ پېښه ده.

د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په لاین آف کنترول (ایل او سي) کې د ساتوال د اړوند سیمې د شپنو یوه ډله پر نښه شوې او دا برید یې هم خپل حق ګڼلی دی.

په اعلامیه کې څرګنده شوې؛ د هند پوځ له بې ګناه کشمیریانو سره غیر انساني چلند کړی او د ساتوال په برخه کې یې د شپنو پر څوکسیزې ډلې ډزې کړې دي.

د هند پوځ په دې اړه له تبصرې ډده کړې ده.

رویترز په ډاګه کړې؛ پر ۲۰۲۱ ز. کال دواړو خواوو ګډه هوکړه وکړه، چې په اړوند ناندریزه دره کې به نښتې نه‌کوي.

هند او پاکستان دواړه پر دغې لانجمنې سیمې دعوه لري؛ خو هر یو یې پر نیمه برخه کنترول هم له لاسه نه‌دی ورکړی. دواړو حکومتونو په ۱۹۴۷ ز. کال کې له بریتانوي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ له اخیستو راپدیخوا درې جګړې کړې، چې دوه یې د کشمیر پر سر رامنځته شوې دي.

په راپور کې راغلي؛ په ۲۰۱۹ کال کې دواړه پوځونه تقریباً د جګړې څنډې ته راووتل، جیت الوتکو الوتنې وکړې او د هند یوه جنګي الوتکه هغه وخت وویشتل شوه، چې د نوي دیلي د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې هندي الوتکه د پاکستان د اورپکو د روزنې کمپ پر نښه کولو لپاره اړوند هوايي حریم ته ننوته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې وژنې او له اوربنده د سرغړونې د غندنې تر څنګ د هند سفیر احضار کړ او په دې اړه یې خپل اعتراض ثبت کړ.

Trending

Exit mobile version