سیمه ییز خبرونه

هندي چارواكو د افغان ولسمشر له دريځ څخه خپل ملاتړ اعلان كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هندي چارواکو له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك په برخه كې د افغان ولسمشر له دريځ څخه ملاتړ وكړ. د هند د بهرنيو چارو وزارت د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، چې هندي چارواكو له افغان ولسمشر سره د ليدنې پر مهال له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك په برخه كې د ولسشر حامد كرزي له دريځ څخه ملاتړ كوي.

هندوستان ته له سفر وړاندې داسې نه انګېرل كېده، چې افغان ولسمشر حامد كرزى به له هندى چارواكو سره د افغانستان او امريكا د امنيتي تړون په باب خبرې وكړي.

ولسمشر حامد كزي هند ته له رسېدو وروسته له يو هندي ټلويويون سره په مركه كې يو ځل بيا د امنيتي تړون د لاسليك لپاره په خپل دريځ ټينګار وكړ، چې له هندي چارواكو سره د افغان ولسمشر په ليدنو كې هم د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيت تړون پر مسئله بحث وشو.

هندي چارواكو هم د همدغو ليدنو پر مهال د امنيتي تړون د لاسليك په برخه كې د افغان ولسمشر له دريځ څخه خپل ملاتړ اعلان كړ، د امريكا له خوا د وسله والو طالبانو د سولې د خبرو پېل او د افغانانو په كورونو باندې د امريكايي پوځيانو د عملياتو بندېدل د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيتي تړون د لاسليك شرطونه دي چې، افغان ولسمشر وړاندې كړي او هندي چاروكو هم له دغه شرطونو ملاتړ كړى دى.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اكبر الدين وایي، هو د امنيتي تړون به باب هم بحث شوې ځكه، چې هند او افغانستان دواړه د واشنګټن سره د كابل امنيتي تړون د دغه هېواد د امنيت لپاره مهم بولي، مونږ په دې باور يو، چې ولسمشر كرزى يو پوه او عاقل رهبر دى، او له هند سره د افغانستان د تلپاتو ښو اړيكو ته په كتو مونږ د امنيتي تړون په برخه كې د نوموړي له دريځ څخه ملاتړ كوو.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه بيا بله موضوع اعلانوي، په دغه خبرپاڼه كې راغلي، چې هندوستان د افغانستان له امنيتي ځواكونو سره خپله اوږد مهاله همكاري اعلان كړه.

د ولسمشرماڼۍ  خبرپاڼه زیاتوي، د دواړو هېوادونو مشرانو پر دې هوكړه كړې، چې دفاعي او امنيتي همكارۍ به زياتوي او د افغانستان د امنيتي ځواكونو د تجهيزاتي او بنسټيزو اړتيا په پوره كولو كې، چې دوى ته ډېر ځواك وركوي هندوستان همكاري كوي، افغان ولسمشر حامد كرزي او د هندوستان لومړي وزير من موهن سنګهـ پر دې هم هوكړه كړې تر څو افغان پوځي افسرانو ته په هند كې د روزنې زمينه برابره شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ كې تر اوسه د دغه هېواد د ولسمشر پرناب مكرجي، لومړي وزير من موهن سنګهـ ، د بهرنيو چارو له وزير سلمان خورشېد او يو شمېر نورو هندي چارواكو سره د دواړو هېوادونو تر مېنځ د اړيكو پر پياوړتيا خبرې كړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼې څخه په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي، چې ولسمشر به د خپل سفر په وروستۍ ورځ د هندوستان په يوه پوهنتون كې وېنا هم وكړي.

Trending

Exit mobile version