تازه خبرونه
هندي ډیپلوماټان د کندهار له قونسلګرۍ ووتل
د هند تلګراف د څرګندونو له مخې، هند د افغانستان خرابیدونکي امنیتي وضعیت ته په کتو په کندهار ولایت کې له خپلې قونسلګرۍ څخه نږدې ۵۰ ډیپلوماټان او امنیتي کارمندان ایستلي دي.
هندي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د شنبې پر ورځ د هند د هوايي ځواک یوه ځانګړې الوتکه کندهار ولایت ته د قونسلګرۍ د کارکوونکیو د ایستلو لپاره استول شوې وه.
تېره اوونۍ، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د هندي وګړیو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې امنیتي وضعیت او د هغې پایلې څاري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې: په کندهار کې د هند قونسلګري تړل شوې نده؛ خو هندي کارکوونکي خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. دا کار لنډمهاله دی او د قونسلګرۍ چارې به د سیمه ییزو کارمندانو لخوا روانې ساتل کیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په کابل کې به د سفارت له لارې د اړوند قونسلګرۍ او ویزو چارې روانې وي.
ویل کیږي، چې هند د افغانستان د یوه مهم ملګري په توګه یوه سوله ییز، خپلواک او ډیموکراټیک افغانستان ته ژمن دی.
