پرمختګ او بشپړتیا

هند افغانستان ته درې روسي چورلکې ور کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل د پوځي هوایی ډگر قومندان برید جنرال سید سلیمان شاه تائید کړه،چې درې روسي جنگي چورلکې کابل ته رارسیدلي دي.

دغه چورلکې د هند لخوا افغانستان ته ورکړل شوي،چې د بم غورزولو، توغندیو او درندو وسلو د کارولووړتیا لري.

دی وایي، تر یوې نیمې میاشتې به دغه چورلکې بسته بندي،الوتنو او عملیاتو ته چمتو شي.

هغه زیاتوي، هندي پیلوتان به افغانستان ته راشي او افغان پیلوتان به د دغو چورلکو د کارولو په برخه کې وروزي.

هغه وایي، شپږ اې نهه ویشت الوتکې به،چې بم غورزونکې دي او دغه راز کولی شي رهبري شوي توغندي وتوغوي، تر دوهاوونیو کابل ته را ورسیږي او اته پیلوټان یې هم امریکا کې روزل شوي دي. هندي رسنیو ویلي،چې افغانستان ته ورکړشوې چورلکې مې پېنځه ویشت ډوله دي،چې د دغو چورلکو څلورمه به یې تر څو ورځو افغانستان ته ورسیږي.

نوي ډیلي او کابل په روان کال کې د دغو څلورو تهاجمي چورلکو په اړه هوکړه کړې وه.

دغه چورلکې کابل ته د هند د لومړي وزیر نریندرامودي د سفر په درشل کې افغانستان ته وسپارل شوې.

ښاغلی مودي به د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ،چې د هند په مالي لگښت جوړه شوې، پرانیزي. هند د افغانستان په بیا رغاونه کې نږدې دوه میلیارد دالر لگولي دي.

ټاکل شوې ده، چې مودي به سبا جمعه کابل ته راورسیږي.

 

Trending

Exit mobile version