کوید۱۹
هند افغانستان ته د کرونا واکسین ۵۰۰ زره خوراکه راولېږل
(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۰)
نن کابل ته د هند د بشري مرستو یوه بله ټولګه، چې د کرونا واکسین ۵۰۰ زره خوراکه لري؛ راورسېدل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، دغه ټولګه په کابل کې اندرا ګاندي روغتون ته لېږدول شوې ده.
دغه وزارت زیاته کړې؛ هند غواړي په راتلونکیو اوونیو کې افغانستان ته د کرونا ویروس ۵۰۰ زره خوراکه نور هم ولېږدوي.
په خبرپاڼه کې راغلي: د هند حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو، د کرونا ویروس واکسین یو میلیون خوراکه او د اړینو درملو په ګډون بشري مرستې برابرې کړي.
هند تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان له لارې افغانستان ته ۱.۶ ټنه درمل لېږلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي: په راتلونکیو اوونیو کې به غنم او نورې طبي مرستې واستول شي. مونږ په دې اړه له ملګرو ملتونو او نورو ټولنو سره په اړیکه کې یو، چې د لېږدولو آسانتیاوې برابرې کړي.