تازه خبرونه

هند افغان معلولينو ته مصنوعي پښې جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواكي وايي، چې د جيپور په نوم يو هندي بنسټ غواړي، چې هغو افغان معلولينو ته په وړيا توگه مصنوعي پښې جوړې كړي، چې په جگړو او ماين چاودنو كې يي خپلې پښې له لاسه وركړي دي.
معلولين د هېواد د وگړوو زيانمنونكى قشر دى، چې د بې كارۍ له ستونزو كړيږي. د كار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، د معلولينو شمېره له اته سوه زره اوړي.
كه څه هم د معلولينو د ژوندانه د ښه والي لپاره هڅې كيږي، خو اوس هم دا قشر د كار په بازار كې له ستونزو سره مخ دي.
د هند د جيپور په نوم بنـسټ پرېكړه كړې، چې زر افغان معلولينو ته په وړيا توگه مصنوعي پښې جوړوي.
په كابل كې د هند سفير امرسنها وايي:
دا يوه مرستندويه موسسه ده، چې د هند په جيپور كې پرته ده، دې موسسې پرېكړه كړې، چې راتلونكې مياشت افغانستان كې يو كمپ جوړ كړي. هر څوك، چې دې موسسې ته مراجعه كوي، په وړيا توگه يې درملنه كيږي، ځكه دا غير انتفاعي او مرستندويه موسسه ده.
د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزيره آمنه افضلي وايي، د جيپور بنسټ افغان معلولينو ته په وړيا توگه زر مصنوعي پښې جوړوي او تر څنگ يې دوى ته حرفوي زدكړې هم وركوي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت چارواكي وايي، كوم معلولين، چې مصنوعي پښې ورته لگول كيږي كولى شي، په ټولنه كې د يوه عادي فرد په توگه فعاليت وكړي.
يو شمېر معلولين وايي، چې د كار او ټولنيزو چارو وزارت بايد دې بنسټ ته هغه معلولين ور معرفي كړي، چې مستحق وي.

Trending

Exit mobile version