تازه خبرونه

هند او افغانستان د کرنې او مالدارۍ د همکاریو د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي

دغه هوکړه د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري او د هند د کرنې وزیر، شیو راج سنګهـ چوهان، ترمنځ په نوي ډیلي کې د شوې لیدنې پر مهال شوې ده.

Published

on

 

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هند او افغانستان هوکړه کړې، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د اوږدمهالې همکارۍ د نقشې د جوړولو لپاره ګډه کاري ډله رامنځته کړي. د راپور له مخې، د دې ډلې موخه د تخمونو، اوبولګولو، کرنیزو څېړنو او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ده.

دغه هوکړه د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري او د هند د کرنې وزیر، شیو راج سنګهـ چوهان، ترمنځ په نوي ډیلي کې د شوې لیدنې پر مهال شوې ده.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د هند د کرنې وزارت ویلي، چې دا ګډه کاري ډله به د دواړو هېوادونو ترمنځ منظم تعامل پیاوړی کړي او د کابل او نوي ډیلي د لومړیتوبونو له مخې به د همکارۍ نوې برخې وپېژني.

په دې لیدنه کې افغان پلاوي له هند څخه غوښتي، چې د پرمختللو تخمیزو ټکنالوژیو پر کارولو او د کرنیزو څېړنو د پراختیا له لارې د غنمو د تولید په زیاتولو کې همکاري وکړي.

په مقابل کې د هند د کرنې وزیر ویلي، چې هېواد یې چمتو دی افغانستان ته د غنمو، جوارو او کچالو لوړکیفیته تخمونه، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مقاوم او مغذي ډولونه او همداراز د هند د کرنیزو څېړنو شورا علمي پوهه او تجربې برابرې کړي.

د اوبو د سرچینو مدیریت او د اقلیمي بدلونونو له شرایطو سره سمه کرنه هم د دې لیدنې مهم محورونه ول.

د راپور له مخې، افغان پلاوي د اوبولګولو، د اوبو زېرمه کولو، د اوبو د حوزو د مدیریت او د اوبو د کمښت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مخنیوي په برخو کې د هند د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د هند د کرنې وزیر هم ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د څاڅکي اوبولګولو، د باراني اوبو د راټولولو، د کرنیزو ډنډونو او کوچنیو بندونو د جوړولو او د اوبو د اغېزناک مدیریت د ټکنالوژیو تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

دواړو لوریو د کرنیزو څېړنو، روزنې او د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

شیو راج سنګهـ چوهان له دې لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې هند او افغانستان ډېرې لرغونې او تاریخي اړیکې لري او د کرنیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د دواړو لوریو خبرې په خورا دوستانه فضا کې ترسره شوې دي.

Trending

Exit mobile version