تازه خبرونه
هند او ایران به هم د افغانستان د سولې له بهیر سره یو ځای شي
په واشنګتن کې چارواکي وایي؛ د افغانستان د سولې بهیر ته به هند او ایران هم راکاږل شي، چې په دې کار سره به افغانستان ستره ګټه تر لاسه کړي.
د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارداولسن ویلي، چې هند او ایران دوه داسې هېوادونه دي، چې د افغانستان راتلونکي ته ګټې او خطرونه پېښولی شي؛ خو هڅې کوو، چې د سولې په بل پړاو کې دواړه هېوادونه برخه واخلي.
د دغه لوړپوړي امریکایي دیپلومات په وینا، دا مهال د خبرو پیل په لومړیتوب کې دی.
نوموړي دواشنګتن په اتلانتیک شورا کې، چې یو څېړنیز مرکز دی؛ د خبرو پر مهال ویلي امریکا د همغږۍ له څلور اړخیزې ډلې تمه لري، چې له خپل نفوذ څخه پر ګټه اخیستنه طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان د سولې په بهیرکې د پاکستان رول ته، ځکه په درنده سترګه کتل کیدل، چې پر وسلوالو طالبانو یې نفوذ د پام وړ دی.
پخپله پاکستان هم اعتراف کړی، چې طالب مشران د پاکستان په ښارونو کې له تولو خدمتونو برخمن دي؛ خو د کابل او واشنګتن دا غوښتنه یې نه ده منلې، چې پخپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د اړتیا وړ ګامونه پورته کړي.