سوداگري

هند او پاکستان افغانستان ته د واګه له لارې د غنمو پر لېږد هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۰)

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې څرګنده کړې، چې هند او پاکستان افغانستان ته د واګه بندر له لارې د ۵۰ زره ټنو غنمو پر لېږدولو هوکړه کړې ده.

ټایمزاف انډیا پخپل یوه تازه رپوټ کې  ویلي، هند څه باندې دوه میاشتې مخکې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه؛ خو پاکستان اجاره نه ورکوله، چې دغه غنم افغانستان ته د پاکستان له لارې ولېږدول شي.

د دغه خبر له مخې؛ اوس د هند او پاکستاني لوري ترمنځ د پاکستان له لاري د دې غنمو پر لېږد هوکړه شوي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د دغو مرسته شویو غنمو د لېږد بهیر به د راتلونکې میلادي میاشتې په دوه یمه اوونۍ کې افغانستان ته پیل شي.

د افغانستان د خصوصي سکتور غړيو ويلي، چې افغانستان ته د دې غنمو رارسېدل د روان بشري ناورین په مدیریت کې مهم دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۵۰ زره ټنو غنمو له لیږد هرکلۍ کوي او څرګندوي، چې دا مرستي د افغانستان په روان اقتصادي او بشري  بحران کې ژوند بښونکی ارزښت لري.

د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالنصیر رښتیا وایي؛ د دغو غنمو له رالېږدېدو سره به د افغانستان روان اقتصادي بحران حخ نا څه تر څارنې لاندې راشي او پروسس یې هم کورنیو کارخونو ته کاري زمینه برابروي.  

که څه هم پاکستان په لومړیو کې اعلان کړی و، چې هند ته د دې غنمو د لېږد اجازه ورکوي؛ خو د دوو میاشتو پر تېرېدو اوس هم دغه زمینه برابره شوې نده.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي پاکستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال د دې هېواد له چارواکو غوښتي وه، چې د هند مرسته شویو غنمو ته د لېږد اجازه ورکړي.

Trending

Exit mobile version