سیمه ییز خبرونه
هند به د افغانستان د پوځيانو د پياوړتيا په اړه بې غوره پاتې نه شي
د هند د بهرنيو چارو وزارت مسوولين وايي:
د افغانستان پر اقتصادي وده به ډېر تمركز وشي، خو له دې هېواد سره به د سياسي او امنيتي اړيكو په پراختيا كې هم لاس تر زنې نه كيني.
كابل په ۲۰۱۱ م كال كې د ستراتيژيكو همكاريو لومړنى تړون له هند سره لاسليك كړ.
ټاكل شوې، چې ولسمشر كرزى نن دوشنبه(د غويى۳۰) هند ته په درې ورځني رسمي سفر ولاړ شي او د كابل او نوي ډيلي د اړيكو پر پراختيا به له هندي چارواكو سره خبرې وكړي.
په ډيلي كې د افغانستان سفير ويلي:
افغان حكومت غواړي، چې هند له افغانستان سره پوځي مرستې پيل كړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اكبرالدين وايي:
هند چمتو دى، چې د پوځي تجهيزاتو په برخه كې د افغانستان پر غوښتنو بحث او غور پرې وكړي. افغانستان د هندوستان ستراتيژيک ملگرى هېواد دى او دواړه هېوادونه پر مهمو موضوعاتو د ستراتيژيک تړون د ميکانېزم له مخې خبرې کوي او دوى به د افغانستان غوښتنو ته ځواب ووايي. دا مهال هند د افغانستان پر اقتصادي پروگرامونو تمركز لري، خو په عين حال كې مونږ سياسي او امنيتي مسايل هم له پامه نه شو غورزولى.
د افغانستان د مشرانو جرگې غړى هدايت الله رهايي د هند له دې گام هركلى كوي؛ خو وايي دا اقدام به پاكستان را وپاروي او دا هېواد به د خطر احساس وكړي.
د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده وايي:
پاكستان حق نه لري، چې د افغانستان په چارو كې لاسوهنه وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا په وروستۍ درې اړخيزه سرمشريزه كې د پاكستان ولسمشر له بريتانيا غوښتي ول، چې په افغانستان كې د هند رول رالږ كړي.
