سیمه ییز خبرونه

هند به ډېر ژر پوځي برید وکړي – د پاکستان دفاع وزیر

هغه د دوشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې رویټرز ته ویلي: “مونږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي؛ ځکه دا (برید) اوس شونی دی؛ نو په دې حالت کې سټراتیژیکې پرېکړې باید وشي او دا پرېکړې شوې ده.”

Published

on

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ويلي، هند به ډېر ژر پر هېواد پوځي برید وکړي.

هغه د دوشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې رویټرز ته ویلي: “مونږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي؛ ځکه دا (برید) اوس شونی دی؛ نو په دې حالت کې سټراتیژیکې پرېکړې باید وشي او دا پرېکړې شوې ده.”

خواجه آصف ویلي، چې پاکستان د تیارسئ په حالت کې دی او یوازې هغه وخت به خپلې اټومي وسلې وکاروي، چې د هېواد شتون ته یې “مستقیم ګواښ” وي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ۲۶ کسانو له وژل کېدو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې د هند بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو تر اوسه په دې اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د پهالګام له برید وروسته هند ویلي، چې دوه مشکوک بریدګر پاکستانیان ول. پاکستان دا تور رد کړی او د بې طرفه څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

خواجه آصف ویلي، چې اسلام آباد د فارس خلیج هېوادونو او چین په څېر له دوستانه هېوادونو سره اړیکه نیولې او بریټانیا، امریکا او نورو هېوادونو ته یې هم وضعیت تشریح کړی دی.

آصف زیاته کړې، چې د خلیج ځینو عربي هېوادونو له دواړو خواوو سره خبرې اترې کړې دي، خو هغه د دغو هېوادونو نومونه پډاګه نکړل.

هند پر پاکستان تور پورې کړی، چې په کشمیر کې د وسلوالو ملاتړ کوي؛ خو اسلام‌آباد دا تور ردوي.

چین د دوشنبې پر ورځ هیله څرګنده کړې، چې دواړه خواوې به زغم وښيي.

خواجه آصف دا هم زیاته کړه، چې امریکا تر اوسه پورې په دې مسله کې له لاسوهنې ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ویلي، چې هند او پاکستان به خپلې ستونزې په خپله حل کړي؛ خو بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له دواړو خواوو سره په اړیکه کې دی او دوی یې وهڅول، چې “مسؤلانه چلند” وکړي.

Trending

Exit mobile version