تازه خبرونه
هند دې طالبانو ته له مشروعیت وربښلو پرته خبرو ته ورودانګي ـ عطا محمد نور
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له هند غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د فعال رول لوبولو لپاره دې دغه بهیر ته ورودانګي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې د خپلمنځي خبرو پر بنسټیزو توپیرونو ټکنۍ خبرې بیا ځنډېدلې دي.
عطامحمد نور، چې دمګړۍ د هندوستان په سفر کې دی؛ د ولسمشر د پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د پخلاینې عالی شورا د مشرعبدالله عبدالله او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون دا څلورم مخکښ افغان سیاسي مشر دی، چې په دې وروستیو اوونیو کې يې د خبرو اترو لپاره هند ته د سولې بهیر د بحث لپاره سفر کړی دی.
عطامحمد نور تېره اوونۍ په دیلي کې پرنت ورځپاڼې ته څرګنده کړې، چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې د هند پر قونسلګرۍ د برید پرمهال د کارکوونکیو د ژغورنې او خوندي کولو لپاره خپله هم وسله راپورته کړې وه.
نور ویلي: زه هغه مهال د بلخ والي وم او تر قومندې لاندې مې ۱۰۰۰۰ سرتېري وه.
هغه څرګنده کړې: په قطر کې د سولې خبرو اوس هم پایله نده ورکړې او طالبان بریدونه کوي. داسې برېښي، چې د نورو لخوا یې ملاتړ کیږي … هند یو لوی او پیاوړی هېواد دی او د سولې په خبرو کې باید آسانتیاوې رامنځته کړي.
دغه راز نور ویلي: کېدی شي داسې حالت رامنځته شي، چې یو شمېرطالب مشران قدرت ته ورسیږي، او حکومت برخه شي. پداسې حال کې، چې نور به خپل بریدونه روان ساتي.
هغه خبرداری ورکړی؛ که داسې پیښ شي، مونږ به د ۱۹۹۶ کال د پېښو له تکرار سره مخ شو او وضعیت به له هغې هم بد شي.
عطا محمد نور د دې یادونه هم کړې، چې د سولې اوسنۍ خبرې ممکن د هند لپاره بېلابېلې پایلې ولري.
هغه ټینګار کړی: د سولې له اوسنیو خبرو اترو څخه دوه احتمالي حالتونه رامنځته کیدی شي؛ یا نوی حکومت جوړیږي یا د سولې خبرې ناکامې کیږي او جګړه به دوام ولري.
هغه زیاته کړې: که هند د سولې خبرو ته ونه دانګي؛ دا کار به پاکستانیو ته ډېر فرصتونه برابر کړي. یعنې د امریکایانو له وتلو سره به پاکستانیان په افغانستان کې له پراخو هڅو برخمن شي.
هغه ویلي؛ مونږ نه غواړو، چې هند په اوږد جنګ کې ښکېل کړو، خو هند باید له طالبانو سره خبرو ته ورودانګي؛ خو هغوی ته مشروعیت ورنکړي.
هغه ویلي: اوسمهال په افغانستان کې وضعیت خورا ډېر پېچلی دی او له همدې کبله اوس دلته په هندوستان کې یم. زه هیله من یم، چې هند د افغانستان د سولې په اړه ډېر مخکښ رول ولوبوي؛ ځکه، چې هند په سیمه کې د نفوذ او ځواک لرونکی هېواد دی.
هغه دا هم ویلي، چې چین د سولې په خبرو کې رول لوبوي او همداسې روسیه او ایرانیان خپلې هڅې تر سره کوي او که جګړه رامنځته کیږي؛ بیا مونږ د افغان دولت تر څنګ دریږو او د طالبانو پر وړاندې به متحد محاذ ولرو.
دغه راز تېره اوونۍ عطامحمد نور هند د بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر له نور سره له کتنې وروسته په یوه تویت کې هغه ته د هندوستان د پخواني ملګری په توګه اشاره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې هند د خپلې تګلارې له مخې نه غواړي له طالبانو سره ښکېل شي؛ ځکه، چې اوس هم ترې پاکستان ملاتړ کوي.