تازه خبرونه

هند د افغانستان اقتصادي سوکالۍ ته ژمن دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هند د بهرنیو چارو وزیره وایي،چې هند د افغانستان امنیتي او اقتصادي سوکالۍ ته ځان ژمن بولي او له دې هیواد سره به د کلک کاڼي په شان ودرېږي.

 میرمن سوشما سوارج ویلي؛نوی ډیليغواړي؛دا پیغام د افغانستان خلکو ته د هغه هېواد د انرژۍ او اوبو د وزیر علي احمد عثماني په وسیله ورسوي، چې په وینا یې هند به له دوي سره د یوې کلکې ډبرې په شان ودریږي.

میرمن سوارج دا څرګندونې په هغو مراسمو کې وکړې،چې د هند د اوبو د سرچینو د وزارت له لوري د هغو کارکوونکیو او پرسونل له پاره جوړ شوي وه،چې په هرات ولایت کې یې د افغان -هند د دوستۍ بند د جوړولو کار په بري سره بشپړ کړ.

 په دې مراسمو کې د هند د اوبو د سرچینو وزیر اومه بهارتي او د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني هم حاضر ول.

 د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل، چې د افغان – هند د دوستۍ بند (سلما) په خورا سختو او ناامنو شرایطو کې د هندي کمپنۍ له لوري جوړ شو.

دې په ډاګه کړه، چېحتاد دغه بند د جوړولو پر سر په افغانستان کې پر هندي انجنیرانو حملې وشوې. آغلې سوارج د بند د کارګرو او انجنیرانو جرات او اراده د هغو سرتېرو له زړورتیا سره ورته وبلله،چې د هېواد ساتنه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د کابل وروستۍ حملې ته په نغوته، چې ۱۲نیپالیان او ۲هندیان په کې ووژل شول، وویل؛په افغانستان کې د هند پر کونسلګریو او دهندي دیپلوماتانو او اتباعو پر هستوګنځایونو ۱۶ځلې حملې شوي او ۲۴هندیان تراوسه پوري په دې ډول بریدونو کې وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version