تازه خبرونه

هند د افغانستان د سولې له بهیره پر ملاتړ ټینګار وکړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن د هند د بهرنیو چارو وزیر اس. جې شنکر سره په نوي ډیلي کې د افغانستان د سولې بهیر، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ په اړه بحث او خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې؛ د تل په څیر زه د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس. جي شنکر سره له لیدنې خوښ یم.

هغه ویلي، مونږ د سولې بهیر، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

شنکر هم د افغانستان د ملي پخلاینې عالی شورا مشر ته ډاډ ورکړی، چې هند د افغانستان د سولې له هڅو څخه بشپړ ملاتړ کوي.

شنکر زیاته کړې، چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په معنا ده او هندوستان د افغانستان په مشرۍ او د افغانانو په واک د سولې له هڅو نه یوازې ملاتړ کوي، بلکې له افغانستان سره خپلې مرستې هم روانې ساتي.

عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنایي فرصت رامنځته شوی او له دې فرصت څخه باید ګټه پورته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې سوله د سیمې د هېوادونو په ګټه ده او په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه د هند له دریځه مننه کوي.

د ملي پخلاینې عالی شورا هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اس. جي شنکر له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې تاریخي بولي او وایي، چې هېواد یې د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version