تازه خبرونه
هند د افغانستان د سولې په بهیر کې بنسټیزې هڅې کوي- خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې هغه سې شنبه د غبرګولي پر ۲۵ په دوحه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر سره وکتل او دا هېواد د افغانستان د سولې په بهیر کې بنسټیزې هڅې ترسره کوي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې هند به په افغانستان کې د سولې، ثبات او اقتصادي سوکالۍ په رامنځته کولو کې بنسټیز کارونه تر سره کړي.
هغه زیاته کړې: لکه څنګه، چې مونږ ګډې هڅې کوو؛ هندوستان به د نړیوالې ټولنې تر څنګ په افغانستان کې د سولې، امنیت او اقتصادي سوکالۍ په رامنځته کولو کې بنسټیزې هڅې ولري.
د سولې امریکایي استازي خلیلزاد ویلي، چې هند او امریکا دواړه له یوه خپلواک، متحد او د ملي حاکمیت له لرونکي افغانستان څخه ملاتړ کوي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې هند په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې بېخبنایي هڅې تر سره کړي او په دې اړه همغږی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هم څرګنده کړې، چې له خلیلزاد سره یې د افغانستان او سیمه ییزو مسلو په اړه بحث او خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه میشت مخکې داسې راپورونه خپاره شول، چې هند او طالبانو په لومړي ځل سره ولیدل.
