سیمه ییز خبرونه
هند د افغانستان سرحدي ولايتونو ته ۳۳ اعشاريه پېنځه ميليون دالر ځانگړي كړل
په افغانستان كې د هند د سفير او د اقتصاد د وزير تر منځ څوارلس اعشاريه درې ميليون ډالرو تړون لاسليك شو.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي:
د ولسي پروژو متوازنه وده به په سرحدي ولايتونو كې په غوره بڼه پلې شي.
د نوموړي په وينا ۶۰ منظور شوې پروژې، چې لگښت يي څه باندې ۱۴ ميليون دالره كيږي د پوهنې، عامې روغتيا، كليو د پراختيا، كرنې او كار او ټولنيزو چارو وزارتونو اړوند كاري پروژې دي.
ښاغلى ارغنديوال وايي:
دا پيسې د اقتصاد وزارت له خوا، چې د همغږي رول لري، نورو اړوند وزارتونو ته وركول كيږي، چې څارنه به يي د اقتصاد وزارت له خوا تر سره شيكيږي.
په كابل كې د هند سفير امرسينها وايي:
د ۶۰ بېلابېلو پروژو تړون مو له افغان لوري سره لاسليك كړ، چې وړې او سترې پروژې را نغاړي. زه په دې عقيده يم، چې د دې پروژو تر ټولو كوچنۍ هم د افغانستان خلكو ته بې گټې نه ده.
د اقتصاد وزارت مسوولين وايي، د هند له خوا ځانگړي شوې سل ميليون دالر، چې ټاكل شوې تر څلورو كلونو پورې ولگول شي، ۳۳ اعشاريه پېنځه ميليون دالر سرحدي ولايتونو ته ځانگړي كړي او پاتې پيسې به په نورو ولايتونو كې د افغان حكومت د لومړيتوبونو له مخې، ولگول شي.
د يادونې وړ ده، چې د هند له خوا دېرش اعشاريه ۲۲ ميليون دالر د ۲۳ سرحدي ولايتونو په پروژو كې لگول شوي دي.
