تازه خبرونه
هند د ایران د چابهار په بندر سل میلیون ډالر لګوي
هند د ایران د چابهار په بندر کې نور سل میلیون ډالر لګوي او د دې کار موخه دا ده، چې له افغانستان او د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، چې د چابهار بندر ظرفیت لوړ شوی او افغانستان، ایران او هند به له دې لارې ډېره ګټه تر لاسه کړي.
د سوداګرۍ وزارت د هند دا پرېکړه، چې غواړي د ایران د چابهار بندر کې نور سل میلیون ډالر پانګونه وکړي، ستایي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند همداراز وایي، د دغه بندر د ظرفیت په لوړولو سره هند کولای شي، خبلې سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي او دا به د درې واړو هېوادونو په ګټه وي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسئولین وایي، افغانستان به له همدې بندر پر استفادې خپل محصولات نړیوالو بازارونو ته ورسوي.
د چابهار بندر په فعالېدو سره به افغانستان پر پاکستان خپله اتکا کمه کړي، کوم هېواد، چې له خپل قلمرو څخه افغانستان ته د هندي مالونو د لېږد اجازه نه ورکوي.