تازه خبرونه

هند د ختیځو ولایتونو له زلزله ځپلو سره بشري مرسته اعلان کړه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د افغانستان په ختیځو سیمو کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله پر رامنځته شویو ځاني زیانونو خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې او د بېړنیو بشري مرستو، چې په کې ۱۰۰۰ خیمې او ١٥ ټنه غذائي مواد دي؛ اسلامي امارت ته د تسلیمولو خبر ورکړ.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل هندي سیال جې شنکر سره  ټيلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د افغانستان په ختیځو سیمو کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله پر رامنځته شویو ځاني زیانونو خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې او د بېړنیو بشري مرستو، چې په کې ۱۰۰۰ خیمې او ١٥ ټنه غذائي مواد دي؛ اسلامي امارت ته د تسلیمولو خبر ورکړ.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې هېواد به يې د درملو او غذا په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د هند بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر څخه په دې لوی ناروین کې له خواخوږۍ او د افغانانو لاسنیوي څخه مننه وکړه او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ  څرګند کړ.

د یکشنبې د نیمې شپې څخه لږ مخکې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو د زلزلې په پایله کې تر دې دمه لږ تر لږه ۸۱۲ کسان مړه شوي او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version