سیمه ییز خبرونه

هند د سوپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هند حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د دې توغندي ازموینه بریالۍ وه  او دا د دولتي دفاعي څېړنې او پراختیا ټولنې او صنعتي ونډوالو لخوا د هند د وسلوالو ځواکونو لپاره ډیزاین شوی دی، چې تر ۱۵۰۰ کیلومټرو پوري د خپلې خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

Published

on

هندي رسنیو د یکشنبې پر ورځ ( د لړم اووه‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې هیواد یې  د هایپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هند حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د دې توغندي ازموینه بریالۍ وه  او دا د دولتي دفاعي څېړنې او پراختیا ټولنې او صنعتي ونډوالو لخوا د هند د وسلوالو ځواکونو لپاره ډیزاین شوی دی، چې تر ۱۵۰۰ کیلومټرو پوري د خپلې خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

د هند د حکومت د خبرپاڼې له مخې، د دغه هېواد پوځ د اوډیشا په سواحلو کې د عبدالکلام په ټاپو کې د اوږد واټن هایپرسونیک توغندی ازموینه کړې ده.

د رویټرز په وینا، د دې راکټ بریالۍ ازموینه دا په ډاګه کوي؛ هند د پوځي پرمختګ په برخه کې یو مهم پړاو ته رسیدلی او اوس د هغو هېوادونو په کوچنۍ ډله کې دی، چې دا ډول پرمختللې ټکنالوژي لري.

اوس مهال په ځینو هېوادونو لکه هند کې له غږ د چټکو وسلو د ترلاسه کولو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي او هڅه کوي، چې د چین، روسیې او امریکا په څېر هېوادونو ته نږدې شي.

Trending

Exit mobile version