تازه خبرونه

هند د نړۍ درېیم کرونا ځپلی هېواد وشمېرل شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)

هندوستان د یکشنبې پر ورځ پر کرونا ویروس د اخته کسانو د ډېر شمېر د ثبتولو له مخې له روسیې وروسته درېیم هېواد وشمېرل شو.

د ورلد میتر د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ماښام ناوخته په هند کې د کرونا ویروس ۲۴۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۹۷۸۳۶  ته پورته شوی دی.

د هند روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې په یوه شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس اخته ۶۱۳ ناروغان مړه شوي دي.

د روسیې د وروستیو مثبتو پېښو شمېر ۶۸۱۲۵۱ دی او هند ترې مخکې شو. په داسې حال کې، چې یوازې امریکا او برازیل د هندوستان په پرتله د کرونا ویروس د مثبتو پېښو لوړ شمېر ثبت کړی دی.

د هندي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې هغه وخت ډېروالی رامنځته شو، چې د هند لویدیځې او سویلي سیمې اورښتونو وځپلې او ور سره ډېر کسان پر کرونا اخته شول.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ مهاراشترا ایالت له ټولو زیانمنه سیمه ده، چې په کې ۷۰۰۰ نوي پېښې ثبت شوي دي. پداسې حال کې، چې تامیل نادو ۴۲۰۰ او دیلي ۲۵۰۰ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

په هند کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت کچه لوړه شوې؛ که څه هم لومړي وزیر نریندرا مودي د مارچ په میاشت کې د کرونا ویروس د ودې مخنیوي ته د نړۍ یو له ترټولو ځواکمن قرنطین پلی کړ؛ خو سره له دې هم دغه ویروس په کې ډېر شوی دي.

چارواکو په عامه ځایونو کې ماسکونه اغوستل لازمي کړي. پداسې حال کې، چې لویې غونډې منع شوي او د ټولنیز واټن له منلو سره پلورنځي او نور عامه تاسیسات پرانستي دي.

ویل کیږي، چې د وبا ناروغیو پوهانو د هند رسنیو ته ویلي، چې په هېواد کې کیدی شي د کرونا ویروس د ودې څوکه اوونۍ او میاشتې نور هم پاتې او د دغه هېواد د روغتیا او درملنې سیستم به نور هم تر فشار لاندې وي.

Trending

Exit mobile version