نړۍ

هند د هوا د ککړتیا له کبله په نوي ډیلي کې ښوونځي وتړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۴۰۰)

په هند کې د نوي ډیلي ښوونځي د هوا د ککړتیا له کبله تر ناڅرګند وخته وتړل شول.

رویټرز د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د هوا ککړتیا د ډېرېدو له کبله په نوي ډیلي کې ښوونځي تر بلې خبرتیا تړل شوي او له خلکو یې غوښتي، چې له خپلو کورونو ونه وځي؛ انلاین کار وکړي اود نااړینو کالو لېږدوونکي موټر دې له ګرزېدو دډه وکړي.

ډهلي، د نړۍ یو له ککړو ښارونو څخه دی او د شاوخوا ۲۰ میلیون وګړیو کور دی؛ په هر ژمي کې تر لوګیو لاندې وي.

د ښار په ۳۰۰ کیلومټرۍ کې له ۱۱ حرارتي برښنا فابریکې څخه شپږ به تر بلې خبرتیا پورې وتړل شي.

د شنبې پر ورځ د نوي ډیلي چارواکو تر یوې اوونۍ د ښوونځي او تر څلور ورځو د ودانیزو چارو د تړلو اعلان کړی؛ خو پرون ناوخته د ښار د اړوند کمیسیون اعلان وکړ، چې ټولې ښوونیزې ادارې به تر بلې خبرتیا تړلې وي.

په ژمي کې د هوا د ککړتیا یو لامل په ګاونډ ایالتونو کې د کرنیزو توکو د پاتې شونو لوګي دی.

دغه راز حکومت سترې محکمې ته په ډاګه کړې، چې د هوا په ککړتیا کې صنعت تر ټولو لویه برخه لري، د موټرو لوګیا او دوړې یې نور لاملونه دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، یاد کمیسیون دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې، چې کاري ډله ۵۰ سلنې ته راټیټه کړي او د خصوصي شرکتونو لپاره دا غوره ده، چې همدا سپارښتنه پلې کړي.

Trending

Exit mobile version