تازه خبرونه
هند د پاکستان د منزوي ساتلوغوښتنه کړې
د پاکستاني او هندي کشمیر کرښې ته څیرمه د هند پر پوځي اډې د ترهګرو له برید وروسته هند؛ پاکستان یو تروریست هېواد وباله او له نړیوالو یې وغوښتل، چې دا هېواد منزوي کړي.
د هند پوځ وایي، مشکوکو یاغیانو تېره ورځ په اوري ښارګوټي کې د پوځ پر یوه کمپ حمله کړې وه او لږ تر لږه اووه لس سرتېري یې ووژل او دېرش نور ژوبل دي.
پولیسو ویلي؛ یو نامعلوم شمېر وسلوالو د یکشنبې په سهار هغې کرښې ته نېږدې، چې هند او پاکستان سره جلا کوي، د اوري په ښارګوټي کې په پټه کمپ ته ننوتل.
د هند د کورنیو چارو وزیر راج نات سینګهـ له برید وروسته په یوه بېړنۍ غونډه کې پر وضعیت بحث وکړ.
په دې غونډه کې د هند د ملي امنیت سلاکار او لوړپوړیو پوځي چارواکو ګډون کړی و.
د هند د کورنیو چارو وزیر راج نات سینګهـ په خپله تویترپاڼه کې لیکلي، چې دی له تروریزم او تروریستي ډلو د پاکستان مستقیم او دوامداره ملاتړ ډېر ناهیلی کړی دی.
د هندي چارواکو په وینا؛ په دې برید کې څلور سختدریځي ترهګر هم وژل شوي دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي که، په دې برید کې د هر چا لاس وي، سخته سزا به ورکړ شي.
ده دا برید کرکه پارونکې او بزدلانه نومولی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال وویل، تروریزم د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت پر وړاندې منځمهاله خطر دی او د دغه ګډ خطر د له مینځه وړلو لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.