سیمه ییز خبرونه

هند د پاکستان لخوا د خپلو الوتکو د غورځولو ادعا ناسم معلومات ګڼي

دا رسمي غبرګون له هغې وروسته خپور شو، چې ګلوبل ټایمز د ایکس پاڼې په یوه لیکنه کې ادعا وکړه، چې د پاکستان هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د هند د بریدونو په ځواب کې څو هندي جنګي الوتکې پر نښه کړي او رانسکورې کړې دي.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په چین کې د هند سفارت د چارشنبې پر ورځ د چین د دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز لخوا خپره شوې ادعا، چې پاکستان د هند جنګي الوتکې نسکورې کړي” ناسم معلومات” او بې بنسټه ادعا ګڼلې ده.

دا رسمي غبرګون له هغې وروسته خپور شو، چې ګلوبل ټایمز د ایکس پاڼې په یوه لیکنه کې ادعا وکړه، چې د پاکستان هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د هند د بریدونو په ځواب کې څو هندي جنګي الوتکې پر نښه کړي او رانسکورې کړې دي.

د هند سفارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار وکړ، چې دا راپور د ناسمو معلوماتو د کمپاین یوه برخه ده او هیڅ حقیقت نلري.

هند د وروستیو بدلونونو په اړه خپل دریځ بیا تکراروي او د پاکستان لخوا د هندي جیټ الوتکو د غورځولو ادعا ردوي.

اوسمهال په سیمه کې د دوه اټومي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالي په کشمیر کې د تېرې میاشتې له ترهګریزې پیښې او له وروستیو متقابلو بریدونو وروسته پوره وده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې د اسلام‌آباد او نوي ډیلي ترمنځ د زغم او د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version