تازه خبرونه

هند د کابل حبیبیې لیسې له زده‌کوونکیو سره د قرطاسیې او البسې مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۲)

په کابل کې د هند سفارت څرګنده کړې، چې دغه هېواد د کابل د حبيبيې لیسې د لومړنيو ټولګیو له زده‌کوونکیو سره د سلګونه جوړو جامو او قرطاسیې مرسته کړې ده.

په دغو مرستو کې ۵۰۰ ډوله د ژمي جامې او څه باندې ۵۰۰۰ عدده د لیکلو قلمونه، پنسل، پنسل پاک، تخته پاک، مارکر او پنسل تراش شته دي.

هند له ۲۰۰۲ ز. کال راپدیخوا له حبیبیې لیسې سره په اړیکه کې دی. دغه ليسه په ۱۹۰۳ کال کې د امیر حبیب الله خان لخوا په کابل کې جوړه شوه. دغه ښوونځی، چې ۱۰۰ خونې یې درلودې، په ۱۹۹۰ لسیزه کې سخت ویجاړ شو. هند د ۲۰۰۳ کال د سپتمبر په میاشت کې د دغه ښوونځي د بیا رغولو دنده پر غاړه واخیسته او د بیارغونې لپاره یې څه باندې ۵ میلیون دالرو ژمنه وکړه.

په ۲۰۱۶ کې د هند حکومت پرېکړه وکړه، چې د ۱۰ کلونو په موده کې د حبیبي عالي لیسې لپاره یو میلیون دالر نغدي مرسته وکړي. دغه پيسې د بېړنۍ رغونې، د برښنا د ترانسفرمرونو د نویي کولو او اړوندو کارونو، د بيارغاونې پروګرام، د ښوونکیو د روزنې، د لابراتوارونو او تجهيزاتو د لوړولو او د کلنۍ ساتنې لپاره ځانګړې شوې.

تېر کال له هند څخه یوه تخنیکي ډله کابل ته راغله او د هندي پروژو څارنه یې وکړه، چې د حبیبي لیسې پروژه یوه له هغو څخه وه. د دغې لیسې د مسوولينو د غوښتنې له مخې، هند په دې وروستيو کې د دغې لیسې د زده‌کوونکیو لپاره د ژمي جامې او د اړوند قرطاسیه مرسته وکړه.

هند تر اوسه ۴۰ زره ټنه غنم، ۸۵ ټنه طبي مرسته او ۲۸ ټنه مواد د طبیعي پېښو له قربانیانو سره مرسته کړې ده. هند د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په ځانګړي توګه د ښځو د هوساینې لپاره د ملګرو ملتونو د نشه‌ یي توکو پر وړاندې د مبارزې له دفتر سره هم ملګرتیا کړې ده. په دې ملګرتیا کې هند د روږدو میرمنو لپاره، چې تر درملنې لاندې دي؛ د روغتیا ساتنې ۱۱۰۰ کڅوړې او کمپلې برابرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version