لوبی

هند د کرکت نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نیوزیلند ته د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

د چارشنبې پر ورځ ( د لړم ۲۴ ) په هند کې د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام د لومړنۍ نیمه پایلوبې پر مهال  د کوربه هېواد ملي لوبډلې نیوزیلند ته د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او دغو سیالیو پایلوبې ته ورسید.

د هند لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ‌وهنه پیل کړه او سیال لورې ته یې د څلور لوبغاړیو پر سوځېدو د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.

د نیوزیلند ټول لوبغاړي په ۴۹ اورونو کې د ۳۲۷ منډو له ترسره کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د هند لوبډلې وګټله.

د هند توپ‌اچوونکي محمد شامي د نیوزیلند اووه لوبغاړي وسوځول او د دې سیالۍ ترټولو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د هند توپ‌وهونکیو ویرات کوهلي ۱۱۷ منډې او شرییاس ایر ۱۰۵ منډې وکړې.

د نیوزیلند داریل میچل ۱۳۴ منډې جوړې کړې او کین ویلیمسن له ۶۹ منډو له ترسره کولو وروسته وسوځېد.

د یاد ۵۰ اوریز نړیوال جام دوه‌یمه نیمه پایلوبه نن پنجشنبه ( د لړم ۲۵ / د نومبر ۱۶) غرمه مهال د جنوبي آفریقا او آسترالیا تر منځ ترسره کیږي او پایلوبه به د لړم پر ۲۸ / د نومبر پر ۱۹ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version