تازه خبرونه
هند د کرکټ لوبو پېنځم نړیوال جام هم خپل کړ
(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)
له ۱۹ کلونو څخه د ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې هند د شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۶ ) له انګلستان څخه پایلوبه پر۴ وېکټو وګټله او د پېنځم ځل لپاره یې د دغو لوبو نړیوال جام هم خپل کړ.
دا سيالۍ د باربوډا په نارت سونډ لوبغالي کې ترسره شوې؛ انګلستان لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه؛ خو د ټولو لوبغاړیو له سوځېدو سره یې ۱۸۹ منډې جوړې او هند په ۴۸ آورونو کې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو ځان ټاکلې موخې ته ورساوه.
د انګلستان لپاره جېمز ريو ۹۵، جېمز سېلز ۳۴ او جورج تامس ۲۷ منډې ترسره کړې دي.
هند له دې وړاندې څلور ځله له نولس کلونو څخه د ټیټ عمره نړيوال جام ګټلی دی؛ خو انګلستان په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې یو ځل د دغې اتلولۍ نړیوال جام خپل کړی دی.