International Sports
هند د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلانو جام اتلولي وګټله
د نیوزلینډ لوبډلې د پنځوس اورونو په لوبولو او د ۷ ویکټو پر زیان د هند لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.
هند کرکټ لوبډلې د نیوزلینډ لوبډلې ته په پایلوبه کې د څلور ویکټو پر توپير ماته ورکړه او د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلانو جام اتلولي یې وګټله.
د کرکټ اتلانو جام د پایلوبې پچه د نیوزلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د نیوزلینډ لوبډلې د پنځوس اورونو په لوبولو او د ۷ ویکټو پر زیان د هند لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې د نیوزلینډ پر ګټه ډاریل میچل ۶۳، مایکل بریسول ۵۳، راچین راوینډرا ۳۷ او ګلین فیلیپس ۳۴ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.
د هند لوبډلې د سیالې لوبډلې له لوري وړاندې کړی هدف د لوبډلمشر روهیت شرما د ۷۶، شریاس ایېر ۴۸، کې اېل راهول ۳۴ او شوبمان ګېل د ۳۱ منډو پر مټ د لوبې په وروستې اور کې پوره او د اتلانو جام اتلولي یې خپله کړه.
د هند لوبډلې له ۱۲ کلونو وروسته د کرکټ اتلانو جام اتلولي وګټله.
هند په ۲۰۱۳ کې هم د اتلانو جام اتلولي ګټلې وه.
د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونه د هند د کرکټ لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو ډک وو.
هند د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړېوال جام اتلولي هم په خپل نوم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند لوبغاړي ویرات کوهلي د اتلانو جام د نه ماتېدونکي کمپاین لپاره له خپلو ملګرو ستاینه وکړه او د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام د بریالي ماموریت په بېلابېلو پړاوونو کې یې داډمن ګامونه پورته کړي دي.
