تازه خبرونه

هند د چابهاربندر د فعال ساتلو لپاره بودجه ځانګړې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي؛ د هند حکومت ژمنه کړې، چې د چابهاربندر د فعال ساتلو لپاره به بودجه ځانګړې کوي.

 د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په وروستیو کې یې یو پلاوی هند ته استولی و، چې له چابهار بندر څخه په دوام داره توګه ګټه واخیستل شي او له دې لارې افغان سوداګر هم خپله سوداګري له سویلي آسیا سره ټینګه کړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي؛ اساسي ستونزه دا ده، چې تراوسه د افغانستان هیڅ رسمي پلاوي په دې اړه له هند څخه دهمکارۍ غوښتنه نه ده کړې.

هغه زیاتوي؛ زمونږ غوښتنه له حکومته داده، چې باید د ګمرکي او ترانزنیتي ستونزو د حل لپاره یو پلاوی هند ته واستوي.

د اقتصادي چارو کارپوه  او د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش وايي؛ افغان حکومت باید د چابهار بندر د دوامداره فعالیت لپاره هڅې زیاتي کړي، چې له دې لارې د منځنۍ او سویلي آسیا سوداګري ټینګه شي.

د نوموړي په وینا؛ افغان حکومت باید دغه بندرته د یوه اقتصادي ارزښت په توګه پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده که حکومت له دغه فرصته سمه ګټه پورته  نه کړي، هېواد به د پاکستان له احتیاجه خلاص نه شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version