تازه خبرونه

هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي- سید اسحاق ګيلاني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګيلاني اسلام آباد ته په خپل سفر کې ویلي، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

سید اساحق ګیلاني، چې په افغانستان کې د ملي پیوستون د نهضت مشري کوي ویلي؛ د جهاد د یو عسکر په توګه ویلی شي، چې هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وایي: دا، چې هندوستان افغانستان کاروي او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي؛ په دې کې شک نشته، هغوی دا کار کوي.

د سید اسحاق ګیلاني دغو خبرو په افغانستان کې غبرګونونه پارولي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د ګیلاني دغه څرګندونې بیځایه بولي او زیاتوي؛ هیچا ته اجازه نشته، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د افغانستان خلک او حکومت د روانو څو لسیزو ناخوالو سرچینه پاکستان ګڼي؛ خو اسحاق ګیلاني په اسلام آباد کې یوې غونډې ته ویلي، چې: ما شپږویشت کاله په پاکستان کې تېر کړي په پېښور کې، زما لور همدلته ده، هغه په پېښور کې پیدا شوې ده، زما مشرې لور دلته سبق ویلی، زما غوندې په میلیونونه دلته پیدا شوې دي د هغوی زامن او د هغوی لوڼې پاکستان خپل دوه یم کور ګڼي. دا یو عسکر د جهاد ستاسو په مخ کې ولاړ دی.

پارلمان هم د ګیلاني دغه خبرې د ملي ګټو پر خلاف بللې او وايي، چې حکومت باید په هېواد کې د پردي پالو او جاسوسانو په نیولو او ولس ته ښکارولو کې جدي و اوسي.

د ولسي جرګې غړی مخدوم ابدال الله وایي: هندوستان هیڅکله زمونږ له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار ندی اخیستی. د هند مرستې وړیا وې او د دې لپاره یې دا مرستې ندي کړي، چې زمونږ له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار واخلي.

د اسحاق ګیلاني له دغو څرګندونو وړاندې د هغه ورور سید حامد ګیلاني هم د پاکستان په ګټه ویلي وه، چې طالب مشران په پاکستان کې نه، بلکي په افغانستان کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان چارواکو ویلي وه: د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یې پخپل لاس جوړ کړی او جهاد یې هم جعلي بولي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version