بلخ @ps
هند د کاپیسا ولایت د باغ درې برښنا بند جوړولو ته لیواله شوی
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې هند په کاپیسا ولایت کې د پنجشېر او غوربند پر سیندونو د باغ درې برښنا بند جوړولو ته لیواله شوی، چې د ۲۵۰ میګاواته برښنا ظرفیت په لرلو به په ۵ کلونو کې جوړ شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د عامه اړیکو رییس آصف غفوري وایي: د هند سفارت د دغه بند د جوړولو سروې تر سره او د هندوستان دولت ته یې د څېړنو او کتنو لپاره وړاندې کړې ده.
د اقتصادي کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د باغ درې بند د هېواد د اوبو له سترو بندونو څخه دی، چې کولی شي نه یوازې د وارداتي برښنا کچه راټیټه کړي، بلکې پر امنیت سربېره کاري او پراختیایي زمینې هم هېوادوالو ته برابرې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې اړه آریانا نیوز ته وایي، چې : د دغه بند له جوړویدو سره به له یوې خوا هېواد څه نا څه د وارداتي برښنا له فشاره وژغورل شي او له بلې خوا به مو اوبه تر ډېره تر خپلې څارنې لاندې راشي.
د یو شمېر کارپوهانو پر اند افغانستان د اوبو بندونو د لرلو تر څنګ د حرارتي برښنا ظرفیت او وړتیا هم لري، چې حکومت تر دې دمه په دې اړه ډېر کار ندی کړی.
د اقتصادي چارو کارپوه غلام جیلاني وایي: د برښنا د تولید لپاره افغانستان د ډېرو اوبو لرونکی یو هېواد دی؛ خو د حکومت وړتیا ډېره ټیټه ده او نشي کولی روانې اوبه راوګرزوي.
تر دې دمه د هېواد ۷۰ سلنه برښنا وارداتي ده، چې له ګاونډ هېوادونو څخه په لوړه بیه راواردیږي.
خبریاله: سمیرا ظفري