بلخ @ps

هند د هېواد په شمال کې د پراختیایي پروژو له پلي کولو خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۳۹۸)

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د هند قونسل شیوجي تیواري د هند جمهوریت د یو اویایمې کلیزې په مراسمو کې د څرګنده کړې، چې هېواد یې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان لپاره نوې بېخبنایي پروژې ترلاس لاندې لري.

هند له ۲۰۰۱ کال څخه راپدیخوا د افغانستان له بیارغونې سره څه د پاسه درې میلیارد دالر مرسته کړې ده.   

په مزاشریف کې د هند سرقونسل شویجی تیواري ویلي، چې تر اوسه د هند په مرسته په افغانستان کې ۴۰۰ بېخببنایي او پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او ۱۵۰ نورې پروژې د پلي کیدو په حال کې دي، چې په ټول هېواد کې به پلې شي.

هغه وايي، هند له افغانستان سره ستراتیژیک هوکړه لیک هم لري.

دغه هندي دیپلومات هند ته د افغانستان د صادراتو په څلویښت سلنه لوړوالي خوښي ښيي او وايي، په دې برخه کې به ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.

په بلخ کې سیمه ییزو مسوولینو هم ویلي، چې هند له افغانستان سره یو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.

د هندوستان قونسلګرۍ تېر کال د هېواد په شمال کې څه د پاسه دیارلس زره کسانو ته ویزې ورکړې، چې سوداګریزې ویزې هم په کې وې.

Trending

Exit mobile version