تازه خبرونه

هند غواړي په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې پانګونه وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکې وايي؛ د هند حکومت غواړي په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې پانګونه وکړي او زیاتوي چې له افغانستان سره د نساجۍ په برخه کې د هند مرسته کولي شې افغانستان د منسوجاتو په صادرونکي هیواد بدل کړي.
په کابل کې د هند سفیر وايي، هیواد به يي له افغان پانګوالو سره په ګډه په افغانستان کې د نساجۍ د صنعت د بیا فعالولو لپاره پانګونه وکړي.
په همدې موخه هند د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د سوداګرۍ وزارت سرپرست مزمل شینواری وايي د افغانستان حکومت په دې برخه کې په پراخه پیمانه اومه مواد او نور کاري ظرفیتونه لري او په پلان کې ده چې د افغانستان خصوصی سکتور په دې برخه کی پانګونه ته وهڅوي .

په کابل کې د هند سفیر امرسناه وايي، هیواد يي له افغانستان سره د نساجې د بیا فعالولو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو او د نوې تکناوژۍ په رواجولو کي همکاریو ته دوام ورکړي.
د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخی د مګړی په افغانستان کې د نساجۍ صنعت په ټپه ولاړدي. په دې برخه کې د هند هیواد مرسته کولی شي چې هم د افغانستان د نساجي اړتیا پوره کړي او هم به افغانستان نورو هیواد نو ته صادرات وکړي.

Trending

Exit mobile version