سیمه ییز خبرونه

هند له افغانستان سره د اوږد مهاله همكاريو ژمنه كړې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشرۍ ماڼې هند ته د افغان ولسمشر حامد كرزي سفر مهم او د لاسته راوړنو ډك بولي. په داسې حال كې، چې په هند كې د افغانستان سفير منلې، چې هند له افغانستان سره پوځي مرستې كوي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړوند ډېر په احتياط خبرې كوي.

د ولسمشر د وياند مرستيال فايق واحدي وايي:

د افغانستان ستراتيژيك همكار هېواد هند ته د افغان ولسمشر حامد كرزي په وروستي سفر كې هڅه شوې، چې د ستراتيژيكو همكاريو په چوكاټ كې اړيكې او همكارۍ تنظيم شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي په خپل څلور ورځني سفر كې د هند له ولسمشر، لومړي وزير، د بهرنيو چارو له وزير او د هغه هېواد د ملي امنيت له سلاكار سره وليدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي مسئولين همدارنګه وايي، چې هند په دغه سفر كې له افغانستان سره  د اوږد مهالو همكاريو ژمنه كړې ده.

هندي چارواکو ژمنه كړې، چې له افغان پوځ سره به د سپكو او درندو وسلو مرسته كوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم هند ته د افغان ولسمشر د سفر وروستۍ پاېلې ډېرې مثبتې ارزوي.

وېل كېږي له افغان پوځ سره د هند پوځي مرستي اغېزناكې تمامېداى شي، خو په ورته وخت كې ښايي د هند د رقيب پاكستان غوسه هم را وپاروي، ځكه پاكستان د هند او افغانستان له زيات نږديوالي په وېره كې دى.

Trending

Exit mobile version