تازه خبرونه
هند له افغانستان سره د غنمو د مرستې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۱)
د هند حکومت د افغانستان لپاره د دغه هېواد د مرسته شویو غنمو د وروستۍ برخې د لېږلو هوکړه لیک د ملګرو ملتونو د خواړو له نړیوال پروګرام سره لاسلیک کړ.
په هند کې د خواړو د نړيوال پروګرام دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ، چې پرون (شنبه د سرطان پر ١٨) لاسليک شو، د دغه هېواد پاتې لس زره ټنه ژمنه شوې غنم افغانستان ته ولېږي.
سرچينه زياته کړې؛ دغه غنم به له افغانستان سره د بشري ناورين د پاى ته رسولو د هڅو په دوام کې، چې د وروستۍ زلزلې له کبله نور هم ډېر شوي، مرسته کیږي.
هند د افغانستان خلکو ته پنځوس زره ټنه غنم ژمنه کړې وه، چې شاوخوا ۳۵ زره ټنه یې د پاکستان له لارې افغانستان ته رااستول شوي دي.