لوبی
هند له افغانستان څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله
هند د یکشنبې پر ورځ په ایندور لوبغالي کې له افغانستان څخه دوهیمه شل اوریزه لوبه هم د شپږ ویکټو پر توپیر وګټله.
د هند لوبډلې لپاره یاشاسوي جیسوال پر ۳۴ توپونو ۶۸ او شیوام دوبي پر ۳۲ توپونو ۶۳ منډې جوړې کړې.
هند د دې لوبې له ګټلو سره د پېنځلسمې ۲۰ اوریزې لوبو د ګټلو ویاړ خپل کړ.
اکسر پټیل دوه ویکټې واخیستې او ۱۷ منډې یې ورکړې.
د افغانستان لوبډلې ټولټال ۱۷۲ منډې جوړې کړې، چې ۵۷ یې د ګلبدین نایب له لوري ترسره شوې.
د هند لوبډلمشر روهیت شرما جیسوال او دوبي دواړه وستایل.
هغه ویلي: دوی ډېر ښه کلونه تر شا پریښي؛ جیسوال ټسټ کرکټ کړی او اوس یې ۲۰ اوره لوبې وکړې. هغه خپله ځواکمنتیا ښودلې ده. هغه تکړه دی او ښکلې توپاچونه کوي.
نوموړي زیاته کړې: دوبي ستر سړی دی؛ هغه خورا پیاوړی دی او کولی شي سپنران سمبال کړي. دا د هغه رول دی او هغه تر دریځه راغلی او زمونږ لپاره یې دوه مهمې لوبې کړې دي.
ویرات کوهلي، چې د ۲۰۲۲ ز. کال له نومبر میاشتې راپدیخوا یې د هند لپاره خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړې؛ ۲۹ منډې وکړې. روهیت د دوهیم ځل لپاره پرلهپسې له کومې منډې پرته وسوځید.
روهیت فضل الحق فاروقي او کوهلي نوین حق وسوځول.
جیسوال مخکې له دې، چې کریم جنت وسوځوي؛ پېنځه څلوریزې او شپږ شپږیزې ووهلې.
له دې مخکې ګلبدین نایب پېنځه څلوریزې او څلور شپږیزې وهلې وې.
دا په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ده څلورمه پنځوسیزه وه.
نجیب الله ځدراڼ پر ۲۱ توپونو ۲۳، کریم جنت پر ۱۰ توپونو ۲۰ او مجیب الرحمن پر ۹ توپونو ۲۱ منډې وکړې.
لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي: کله نا کله مونږ په پاور پلې (لومړي اورونو) کې، کله په منځنیو اوورونو او کله هم په وروستیو اورونو کې ښه لوبه کوو.
هغه زیاته کړې: مونږ ۲۰ آوریز نړیوال جام ته ځو؛ نو نه غواړو، چې دا تکرار کړو.
افغان لوبډلې په وروستي اوور کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ ارشدیپ سنګهـ ټولټال درې ویکټې واخیستې.
روي بیشنوی هم دوه وېکټې واخیستې.
وروستۍ لوبه به د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي اووه ویشتمه / د جنوري اووه لسمه ) په بنګلور ښار کې ترسره شي.
