تازه خبرونه

هند له افغانستان څخه د ټولو امریکایی پوځيانو وتل خطرناك بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

كه څه هم ولسمشر حامد كرزى د كابل-واشنگتن تر منځ د امنيتي سند د لاسليك په برخه كې پخپل دريځ ولاړ دى؛ خو هند باور لري، چې ولسمشر كرزى به دا سند لاسليك كړي.

د ولسي جرگې غړى نقيب الله فايق وايي:

په داسې حال كې، چې د كابل –واشنگټن تر منځ اړيكې تر بل هر وخت زياتې ترينگلي دي او د هند د بهرنيو چارو وزير به څو ورځې وروسته كابل ته راشي.

د سياسي چارو كارپوه حشمت غني احمدزى په دې باور دي، چې هند غواړي د افغانستان او امريكا په اړيكو كې د كنگلونو اوبو كولو ته هڅې وكړي.

د نوموړي په وينا؛ له هند سره په اړيكو كې د حامد كرزي غوښتنه دا نه وه ، چې هند دې د امريكا په گټه دلته كار وكړي.

۱۳كاله كيږي، چې د طالبانو ژريم نسكور شوى او نړيوال ځواكونه د افغانستان د ثبات لپاره په جگړه بوخت دي؛ خو د جگړو پاى اوس هم د افغانانو اساسي هيله ده.

ولسمشر حامد كرزى د هېواد د ناامنيو ستره برخه بهرنيانو ته نسبت وركوي او له وسلوالو طالبانو سره مخامخ خبرې د روان تاوتريخوالي د پاى ته رسولو يوازينۍ لار بولي.

Trending

Exit mobile version