تازه خبرونه
هند له برازیله په مخکې کیدو، د نړۍ دوه یم کرونا ځپلی هېواد شو
(Last Updated On: وږی ۱۷, ۱۳۹۹)
راپورونو په ډاګه کړې، چې هند پر کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له مخې له برازیله مخکې شوی او په نړۍ کې یې دوه یم ځای خپل کړی دی.
په هندوستان کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۴۲۰۴۶۱۳ ته رسیدلی دی.
دمګړۍ امریکا د دغې ناروغې له کبله تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی، چې پر کرونا ویروس اخته ۶۲۷۷۹۴۷ کسان لري.
هندوستان نن د کرونا ویروس ۹۰۸۰۲ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
په دې توګه له تېرو څلیریشت ګړیو را پدیخوا په هندوستان کې له کرونا ویروسه ۱۰۱۶ ناروغان مړه شوي، چې د مړینې ټول شمېر یې ۷۱۶۴۲ کسانو ته رسیدلی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې کیدی شي په هند کې د کرونا ویروس شمېر له کتل شویو پېښو ډېر وي.