سوداگري

هند له د افغانستان بانک سره تخنیکي همکاري کوي

Published

on

د افغانستان بانک څرګنده کړې؛ د هند حکومت له د افغانستان بانک سره تخنیکي همکارۍ ته چمتووالی په ډاګه کړی دی.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان بانک رییس عبدالقهار ادریس په افغانستان کې د هند د تخنیکي ماموریت له مشر بهارت کمار سره وکتل.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر اقتصادي وضعیت، همغږۍ او بانکي چارو خبرې وکړې.

عبدالقهار ادريس په دې کتنه کې ويلي، چې د افغانستان بانک له ټولې نړۍ سره د قوانينو په چوکات کې د اړيکو ټينګولو ته ژمن دى او غواړي په ملي او نړيواله کچه د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي.

ویل کیږي؛ د هند د تخنيکي ماموريت مشر ډاډ څرګند کړ، چې حکومت به يې له افغانستان سره د بانکدارۍ په برخه کې خپلې تخنيکي همکارۍ روانې ساتي.

Trending

Exit mobile version