کوید۱۹
هند له ۱۲ څخه تر ۱۴ کلنو ماشومانو لپاره د کرونا واکسین چمتو کړي
رویټرز راپور ورکړی، چې هند د چارشنبې پر ورځ د عامه او خصوصي ښوونځيو له بیلیدو سره سم د ۱۲ او ۱۴ کلونو تر منځ عمر لروونکیو ځوانانو ته د کرونا واکسین پلي کولو بهیر پیل کړ.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ حکومت په پام کې لري، چې ۶۰ کلونو لرونکیو ته، چې پر کرونا اخته شوي؛ د واکسین خوراکونه هم پلې کړي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ټویټ کړی، چې نن زمونږ خلکو ته د واکسین کولو یوه اړینه ورځ ده او هغه ماشومان او تنکي ځوانان واکسین کیږي، چې له ۱۲څخه تر ۱۴ کلونو پورې عمر لري.
هغه ماشومان، چې د حکومت لخوا یې اټکل شوی ۵۰ میلیون ته رسیږي. دوی به د کورني شرکت کوربیکس واکسین ترلاسه کړي.
د چارشنبې پر ورځ د هند روغتیايي بنسټ په ډاګه کړه، چې د ۲۸۷۶ نویو پېښو له ثبت سره پر کرونا ویرړس د اخته کسانو شمېر ۴۲۹۹۸۹۳۸ ته رسېړلی.
په داسې حال کې، چې د مثبتو پېښو شمېر ۳۲۸۱۱ ته راټیټ شوی؛ خو روغتیا وزارت ویلي، چې د مړېنې شمېر ۵۱۱۰۷۲ ته رسېدلی دی.