سیمه ییز خبرونه

هند منلې، چې افغان ځواكونو ته له روسيې وسلې وپيري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هند له روسيې سره يو تړون لاسليك كړى، چې له مخې به يي دا هېواد له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتو سره په يوه وخت افغان ځواكونو ته پوځي تجهيزات او وسلې وپيري.

افغان ولسمشر حامد كرزي د تېر كال د دسامبر په مياشت كې هند ته د سفر پر مهال دې هېواد ته د وسلو او پوځي تجهيزاتو يو ليست وسپاره، چې شپږ ويشت قلمه پوځي تجهيزات په كې له دې هېواد څخه غوښتل شوي دي. په دې تجهيزاتو كې ټانگونه، وسلې او نور وسايل شامل دي.

په دې وروستيو كې هند منلې، چې په لومړي گام كې به هند له روسيې څخه كوچنۍ وسلې لكه توپونه او هاوان پيري او افغانستان ته يي ليږدوي.

هندي چارواكو همدا راز له روسيې څخه د ثقيله توپونو، ټانگونو او جنگي چورلكو د پيرل كيدو ډاډ وركړى دى.

ولسمشر حامد كرزي همدا راز له هند څخه د افغانستان پوځ روزونكي غوښتي، چې د بريتانيا په پوځي اكادمۍ كې افغان ځواكونه وروزي؛ خو هند دا غوښتنه نه ده منلې او په بدل كې يې د هغو پېنځه سوه څلور اويا افغان افسرانو شمېره يوولس سوه كسانو ته لوړه كړه، چې هند كې پر زدكړو بوخت دي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت يو چارواكى ويلي، چې مونږ نه شو كولى افغانستان ته د ځواكونو د استولو ژمنه وكړو. مونږ نه شو كولى هغوى ته ټول پوځي تجهيزات پوره كړو؛ خو له روسيې څخه افغان ځواكونو ته د پوځي تجهيزاتو برابرول غوره طرحه ده.

دا هندي چارواكى زياتوي، چې يوه ډله هندي چارواكي د روان ميلادي كال په فبروري مياشت كې د يوه تړون د لاسليك لپاره مسكو ته تللي ول.

د افغانستان دفاع وزارت له دې تړون څخه بې خبري په ډاگه كړې ده.

هندي چارواكي وايي، چې له چين، جاپان او ايران سره يي خبري كړي، چې د افغان ځواكونو لگښتونه، چې كال كې څلور ميليارد دالر كيږي، پوره شي.

په همدې حال كې داسې اټكل كيږي، چې د هند له خوا د افغان ځواكونو د تجهيز لپاره اقدام به پاكستان اندېښمن كړي.

كه څه هم د امريكا دفاع وزارت وايي، چې پاكستان د هغو اورپكو پر خلاف اقدام نه كوي، چې فعاليتونه يي پر افغانستان او هند تمركز لري؛ خو د پاكستان لومړى وزير نواز شريف، چې لندن ته تللى، د نوې سياسي تگلارې د جوړيدو خبر وركوي.

ده وويل:

مونږ په پاكستان كې د ترهگرو له منځه وړلو ته ژمن يو او كله به هم چاته اجازه ورنكړو، چې زمونږ له خاورې پر افغانستان يا د نړۍ پر بل ځاى د بريد لپاره كار واخلي. دا زمونږ سياست دى، چۍ په دې وروستيو كې مو تدوين كړى.

د سياسي چارو كارپوه محمد ظاهر غني زاده د هند له خوا له روسيې څخه افغان ځواكونو ته د وسلو پيرل د افغان ځٰواكونو د پياوړتيا لپاره گټور كار بولي؛ خو وايي، چې پاكستان بايد په افغانستان كې د امنيت د ټينگښت لپاره رښتينې همكاري وكړي.

كه څه هم د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د هند له خوا د افغان ځواكونو د تجهيزولو په تړاو خبرې له وخته مخكې بولي؛ خو يو پاكستاني ليكوال احمد رشيد ويلي، دا هوكړه به د هند او پاكستان اړيكې لا پسې خرابې كړي. دا پاكستانى ليكوال وايي، چې سوله په افغانستان كې د خبرو او ديپلوماسي له لارې ټينگيداى شي او زياتې وسلې افغانستان ته سوله نه راولي.

Trending

Exit mobile version